کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېر کال له سلو زرو ډېرو سیلانیانو باميان ولایت ته سفر کړی

د باميان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تېر لمريز کال کې له سلو زرو ډېرو کورنيو او بهرنيو سیلانيانو د دغه ولايت له تاريخي او سیاحتي سیمو څخه ليدنه کړې ده. د ياد رياست رييس صفي‌الله رايد وايي، له يادو سیلانیانو يې نږدې ۱۵۰۰ تنه بهرنيان دي. ده‌ همداراز ويلي، هڅه کوي چې دغه ولايت ته لا ډېر د سیلانیانو پام…

2024-04-03 22:29 103۱ دقیقې لوستل
تېر کال له سلو زرو ډېرو سیلانیانو باميان ولایت ته سفر کړی

د باميان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، تېر لمريز کال کې له سلو زرو ډېرو کورنيو او بهرنيو سیلانيانو د دغه ولايت له تاريخي او سیاحتي سیمو څخه ليدنه کړې ده.

د ياد رياست رييس صفي‌الله رايد وايي، له يادو سیلانیانو يې نږدې ۱۵۰۰ تنه بهرنيان دي.

ده‌ همداراز ويلي، هڅه کوي چې دغه ولايت ته لا ډېر د سیلانیانو پام راواړوي.

د سرچينې په خبره، په پام کې لري چې بند امير سره نږدې‌ د سیلانیانو لپاره يو معياري هوټل جوړ او همداراز د ياد بند برېښنا هم تامين کړي.

د سرپرست حکومت په راتګ سره هېواد ته د سیلانیانو د راتګ کچه د تېر په پرتله ډېره شوې ده.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ويلي وو، په ټول هېواد کې به د سیلانیانو لپاره هر اړخيز امکانات برابر او هغه تاريخي سیمې چې بیا رغېدو ته اړتيا لري ورغوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب