کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېر کال نیږدې ۲۸ زره بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته تګ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، تېر کال یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲۷ زره او ۹۱۴ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی. د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي، تېر کال کې د ۶۷۵ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۵ زره او ۱۵۳ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۲ زره او ۷۶۱ نور له دې ډلې ۴۹۵…

2024-04-30 22:03 200۱ دقیقې لوستل
تېر کال نیږدې ۲۸ زره بهرنیو سیلانیانو افغانستان ته تګ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، تېر کال یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲۷ زره او ۹۱۴ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی.

د احصایې او معلوماتو ادارې ویاند محمد حلیم رافع وایي، تېر کال کې د ۶۷۵ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۵ زره او ۱۵۳ تنه بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۱۲ زره او ۷۶۱ نور له دې ډلې ۴۹۵ یې ښځې دي، له هېواده وتلي دي.

دیادې ادارې د معلوماتو له مخي، د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ ـ راتګ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو، د تورخم او حیرتانو بندرونو او د کابل هوايي ډ‌ګر له لارې ثبت شوی دی.

رافع وایی، ثبت شوي ارقام ښيي چې ډېری بهرني وګړي د سیاحت او کار په موخه افغانستان ته راغلي دي.

د ثبت شویو معلوماتو پر بنسټ بهرنيو سیلانیانو ډېری د (‎بامیان، ‎هرات، ‎کندهار، ‎ننګرهار، ‎غور، ‎بدخشان، ‎کندوز، ‎پکتیا، ‎خوست، ‎نورستان، ‎بلخ، ‎سمنګان او ‎کوڼر) ولایتونو له لرغونو ځایونو لیدنه کړې ده.

خبرياله: خاطره اکبري 

 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب