کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېر کال هېواد کې ۳ ميليونه او ۱۲۴ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې

د احصايې او مالوماتو ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، تېر (۱۴۰۲) لمريز کال کې يې په ټول هېواد کې ۳ ميليونه او ۱۲۴ زره برېښنايي تذکرې وېشلي دي. د سرچينې د مالوماتو له مخې، د ویشل شویو تذکرو له جملې دوه ميليونه او نږدې ۱۶۸ زره یې نارينه‌وو او يو ميليون او څه باندې ۵۶ زره یې ښځينه‌وو ته ورکړل شوې دي. &nbs…

2024-03-25 00:28 951۱ دقیقې لوستل
تېر کال هېواد کې ۳ ميليونه او ۱۲۴ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې

د احصايې او مالوماتو ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، تېر (۱۴۰۲) لمريز کال کې يې په ټول هېواد کې ۳ ميليونه او ۱۲۴ زره برېښنايي تذکرې وېشلي دي.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، د ویشل شویو تذکرو له جملې دوه ميليونه او نږدې ۱۶۸ زره یې نارينه‌وو او يو ميليون او څه باندې ۵۶ زره یې ښځينه‌وو ته ورکړل شوې دي.

 

د دغې ادارې په خبره، له ټولو ډېرې تذکرې يې په پلازمینه کې وېشل شوي دي چې شمېر يې نږدې ۷۰۰ زرو ته رسيږي او همداراز يې بيا په هرات کې نږدې ۲۸۰ زره، بلخ کې څه باندې ۱۸۸ زره او په ننګرهار کې بيا تر ۱۶۲ زره برېښنايي تذکرې وېشلې دي.

د يادې ادارې د مالوماتو له مخې، د برېښنايي تذکرو د بهير له پيله شاوخوا ۱۲ ميليونه او ۹۰۰ کسانو برېښنایي تذکرې ترلاسه کړې دي چې له جملې يې ۷.۵ ميليونه نارينه او ۵.۴ ميليونه ښځينه دي.

د يادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت له حاکميت را وروسته ۶ ميليونه او ۸۱۲ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب