کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېر کال څه باندې دوه مېلیونه افغان ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسین شوی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق (یونېسف) وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې له دوه مېلیونو زیات افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د شري ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي. دغه صندق ویلي، دوی له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي؛ څو ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان په هر ګوټ کې ماشومان د شري په څېر د مخنیوي وړ نار…

2025-04-27 21:59 272۱ دقیقې لوستل
تېر کال څه باندې دوه مېلیونه افغان ماشومانو ته د شري ناروغۍ ضد واکسین شوی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق (یونېسف) وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې له دوه مېلیونو زیات افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د شري ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي.

دغه صندق ویلي، دوی له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي؛ څو ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان په هر ګوټ کې ماشومان د شري په څېر د مخنیوي وړ ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.

یونېسف تېره ورځ پخپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې چې واکسین کول د هر ماشوم لپاره که هر چېرې وي خورا اړین دي.

له دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د ټول هېواد په کچه د شري ناروغۍ پر ضد د واکسین یو ستر کمپاین پیل کړي چې شپاړس مېلیونه ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي.

بل خوا د بې پولې ډاکټرانو سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان په درېیو ولایتونو هرات، بلخ او هلمند په هغو روغتونونو کې چې دوی یې ملاتړ کوي، د شري ناروغي زیاته شوې ده.

 دغه سازمان ویلي و، هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله مري.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب