د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې تېر ۱۴۰۳ کال کې یې ۲ میلیونه او ۶۳۴ زره او ۶۰۰ الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
سرچینه وایې، د الکترونیکی تذکرو له ډلې یې یو میلیون او نږدې ۹۳۰ زره نارینه او څهباندې ۷۰۵ زره ښځینهوو ته وېشل شوې دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال په کابل کې نږدې ۶۶۰ زره، هرات کې څهباندې ۲۰۰ زره، کندهار کې ۱۹۰ زره، بلخ کې نږدې ۱۷۲ زره او په ننګرهار کې څهباندې ۱۱۷ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د الکترونیکي تذکرو وېش بهیر له پیل تراوسه ۱۵ میلیونه او څهباندې ۴۶۸ زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
افغانستان کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش چارې په ۱۳۹۷کال د غویي په میاشت کې پیل شو او د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني لومړنی کس و چې د پېژندپاڼې یې ترلاسه کړ.
د یادولو وړ ده، چې اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د آسان خدمت او الکترونیکي تذکرو ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د آسان خدمت یو مرکز فعال دی چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.




