کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېر ڪال د ټولګټو وزارت لخوا د ۱۹۸ پروژو کارونه پیل شوي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د ۱۹۸ پروژو کارونه پیل کړي و چې له جملې یې ګڼ شمېر بشپړې شوي او د نورو کارونه په تېزۍ سره روان دي. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې په یادو پروژو کې د سرکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپینیزي کرښې، د سرکونو ساتني او څارنې…

2025-03-24 01:29 85۱ دقیقې لوستل
تېر ڪال د ټولګټو وزارت لخوا د ۱۹۸ پروژو کارونه پیل شوي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو د ۱۹۸ پروژو کارونه پیل کړي و چې له جملې یې ګڼ شمېر بشپړې شوي او د نورو کارونه په تېزۍ سره روان دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې په یادو پروژو کې د سرکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپینیزي کرښې، د سرکونو ساتني او څارنې، واورې پاکولو، جوماتونو، د ترافیکي نښو د نصبولو او د اجناسو په برخه کې یې د څه د پاسه ۱۹۸ پروژو چاري پیل کړي وې.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په دغه رغنیزو پروژو کې ۵۴ یې د سرکونو او اوسپینزې کرښې، ۱۶ د ترافیکي نښو د نصبولو، د ۱۴ جوماتونو جوړولو، ۱۴ د واورې د پاکولو، ۴۳ د سرکونو د ساتنې او څارنې او  ۶۰ نورې پروژې یې د اجناسو د تدارکاتو په برخه کې وې چې دا مهال یې د ګڼ شمېر پروژو کارونه پای ته رسېدلي او د نورو یې په تېزۍ سره روان دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب