کابل (کوه نور ۳ اسد ۱۴۰۴): د افغانستان بانک اعلان کړی، چې تېر یوه کال کې یې له شپږ زونونو پنځه ملیارده زړې افغانۍ او مندرس بانک نوټونه راټول کړي دي.
د دغه بانک لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد شمېر زړو افغانیو له راټولو سره د سوداګریزو بانکونو شتمنې هم ۱۵ ملیاردو افغانیو ته لوړه شوې ده.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د تېر کال د لاسته راوړنو د تشریح غونډه کې ویلي، تېر کال د هېواد له شپږ زونونو د افغانیو پنځه ملیارده زاړه بانک نوټونه راټول شوي او له بازاره ویستل شوي دي.
نوموړي ویلي، له دې کار سره د سوداګریزو بانکونو شتمنې د ۱۵ ملیاردو افغانیو په اندازه ډېره شوې ده.




