د پاسپورټ عمومي ریاست خبر ورکړی چې په تېر ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې یې هېوادوالو ته له دوه میلیونه او دوه سوه زرو ډېر پاسپورټونه ورکړي دي.
د یاد ریاست د مالوماتو له مخې په یاده موده کې له دې لارې څه باندې ۱۳ میلیارده افغانۍ عایدات هم تر لاسه شوي دي.
په دې اړه د پاسپورټونو عمومي رئیس عبدالرحیم حسیب ویلي چې په تېر ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې یې د هېوادوالو لپاره دوه میلیونه، ۲۷۲ زره او ۳۸۴ پاسپورټونو ویشلي دي.
حسیب ویلي چې له دې وړاندې هم د پاسپورټونو د ویشلو له لارې میلیاردونه افغانۍ عواید راټول او د افغانستان مرکزي بانک ته سپارل شوي وو.
د نوموړي پر وینا د پاسپورټونو له ریاست سره د برېښنایې پېژندپاڼو د سیستم په یوځایوالي سره د نوم او عمر د اصلاح کولو کار هم اسانه شوی دی.
حسیب همداراز ویلي د پاسپورټونو له ریاست سره د برېښنایې پېژندپاڼو د سیستم له نښلولو سره د پاسپورټ د چاپ او تېروتنې ستونزه حل شوې ده.
په همدې حال کې د پاسپورټ اخیستونکي وګړي په دغه برخه کې د اسانتیاو له رامنځته کېدلو خوښ ښکاري.
یو تن پاسپورټ اخیستونکي محمد حنیف ویلي چې تېر کال د پاسپورټ ترلاسه کولو له شپږ میاشتو-یوه کاله وخت نیولو خو اوس مهال مې خپل پاسپورټ په درې ورځو کې تر لاسه کړی دی.
یو تن بل پاسپورټ غوښتونکی سیداجان وایې که د هېواد په ټولو ولایتونو کې همدا سیستم فعال شي نو له دې به لا نورې اسانتیاوې رامنځته شي اوس هم په دغه برخه کې ډېره اسانې راغلې ده ما خپل پاسپورټ ډېر زر ترلاسه کړ.
باید وویل شي چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د هېوادوالو غوښتنه د پخوا په پرتله کمه شوې ده.




