کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جرمني خپلو اتباعو ته: افغانستان کې ناامني او تښتونې زياتې شوي، له دغه هېواده راووځئ

د جرمني بهرنيو چارو وزارت افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي، چې ژر تر ژره دې له دې هېواده ووځي. دوی د افغانستان په امنيتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي دي، چې وروستیو میاشتو کې دغه هېواد کې «ترهګري او تښوتې» زياتې شوي دي. د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې «جنایتکارې» ډ…

2023-09-23 11:51 98۲ دقیقې لوستل
جرمني خپلو اتباعو ته: افغانستان کې ناامني او تښتونې زياتې شوي، له دغه هېواده راووځئ

د جرمني بهرنيو چارو وزارت افغانستان کې له خپلو اتباعو غوښتي، چې ژر تر ژره دې له دې هېواده ووځي.

دوی د افغانستان په امنيتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي دي، چې وروستیو میاشتو کې دغه هېواد کې «ترهګري او تښوتې» زياتې شوي دي.

د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې «جنایتکارې» ډلې د خپلو بریدونو او تښتونو لپاره بهرنیان په نښه کوي او په افغانستان کې هیڅ خوندي ځای نشته.

دغه وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي ځکه له دغه هېواده د وتلو شرایط ستونزمن دي.

اعلامیه کې راغلي: «که څه هم د کابل نړیوال هوايي ډګر په عمومي ډول خلاص دی؛ خو له دغه هوايي ډګر څخه الوتنې ډېرې محدودې دي او دغه هوايي ډګر په تېرو وختونو کې د ترهګریز برید هدف ګرځیدلی وو.»

جرمني خپلو اتباعو ته ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا جدي دی او د دغه هېواد اتباع لا له وړاندې له دې وضعیت څخه اغېزمن شوي او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د تړل‌کېدو له امله په افغانستان کې د سیمه‌ییزو قونسلګریو ملاتړ ممکن نه دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د کابل په ګډون ټول افغانستان کې آلمانیانو له لوړ خطر سره مخامخ دي.»

المان دې خبرپانه کې خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې، چې: «په هیڅ ډول ناامنه ځایونو کې شپې مه تیروئ. خپلې پیسې، شناختي کارډ، د موټر چلولو جواز او نور مهم اسناد خوندي وساتئ. د ناپیژندل شویو بریښنالیکونو، د انعام اعلانونو، وړاندیزونو، او د نامعلومو خلکو څخه د مرستې غوښتنې په اړه شکمن اوسئ. د خپل ځان په اړه هیڅ معلومات مه شریکوئ.»

جرمني داسې مهال خپلو اتباعو ته له افغانستانه د وتلو خبر ورکوي، چې اوسنی حکومت وايي په هېواد کې سل سلنه امنیت تامین او د ټولو خلکو ژوند خوندي دی.

په وروستیو کې افغانستان ته د بهرنيو سیلانيانو راتګ هم د پام وړ زيات شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب