کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جنوبي کوريا له افغانستان سره څلور ميليونه ډالر مرسته کړې

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ويلي، جنوبي کوريا د غذايي توکو په برخه کې له افغانستان سره څلور ميليونه ډالر مرسته کړې. د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه ياد کړی چې بشري مرستو ته ډېره اړتيا لري. د ياد بنسټ د راپور له مخې، د نغدو پیسو کموالي، نا امني، د توکو د بيو لوړوالی او نور هغه څه دي چې ډېر خلک يې…

2024-02-27 05:22 69۱ دقیقې لوستل
جنوبي کوريا له افغانستان سره څلور ميليونه ډالر مرسته کړې

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ويلي، جنوبي کوريا د غذايي توکو په برخه کې له افغانستان سره څلور ميليونه ډالر مرسته کړې.

د خوړو نړيوال پروګرام افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه ياد کړی چې بشري مرستو ته ډېره اړتيا لري.

د ياد بنسټ د راپور له مخې، د نغدو پیسو کموالي، نا امني، د توکو د بيو لوړوالی او نور هغه څه دي چې ډېر خلک يې له بې وزلۍ سره مخ کړي.

دغه بنسټ همداراز ويلي، تر راتلونکو شپږ مياشتو په افغانستان کې د خپل فعاليت لپاره ۷۶۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

دغه بنسټ وايي، څلور ميليونه ماشومان او شېدې ورکوونکې ميندې او په مجموعي توګه په افغانستان کې ۱۶ ميليونه کسان له لوګی سره مخ دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) په يوه راپور کې ويلي وو، روان کال د افغانستان تر نيمايي ډېر نفوس بېړنيو بشري مرستو ته اړ دي.

د اوچا په خبره، په افغانستان کې له ۲۳.۷ ميلون کسانو سره نږدې درې مليارده ډالرو ته اړتيا ده.

بلخوا بیا د اقتصاد وزارت له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بشري مرستو ترڅنګ دې د پراختيا په برخه کې هم مرستې وکړي‌

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب