کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جوزجان او ارزګان کې د ترافيکي پېښو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان ولايت ځايي مسولين وايي تيره شپه ددي ولايت د ترينکوټ د لومړۍ حوزې مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.د دې  ولايت د امنيه قومندانۍ وياند بلال ارزګاني افغان پرېس خبري اژانس ته وويل، چې دا ترافيکي پېښه د موټر اوموټرسايکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.هغه وايي امنيي ځواکو…

2023-10-03 21:23 71۲ دقیقې لوستل
جوزجان او ارزګان کې د ترافيکي پېښو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ارزګان ولايت ځايي مسولين وايي تيره شپه ددي ولايت د ترينکوټ د لومړۍ حوزې مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د دې  ولايت د امنيه قومندانۍ وياند بلال ارزګاني افغان پرېس خبري اژانس ته وويل، چې دا ترافيکي پېښه د موټر اوموټرسايکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه وايي امنيي ځواکونه سيمې ته پر وخت رسيدلي او ټپیان يې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د درملې لپاره انتقال کړي دي.
د بیلال ارزګاني په ويناچې د ټپیان شوو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

بل لوري ته د جوزجان امنیه قومنداني هم جوزجان - بلخ پر لويه لار د يوه ټراکټور او سراچه موټر تر منځ د ټکر خبر ورکوي.

د جوزجان ولایت د فيض اباد ولسوالۍ امنيه قومندان کفايت الله صداقت وايي، چې د یوه ټراکټور او سراچې موټر د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

هغه زياتوي، چې دا پېښه نن سهار «د سپتمبر ۴مه» فيض آباد ولسوالۍ په ګرجک سيمه کې شوې ده.

نوموړی د دې پېښې علت د ټراکټور تخنيکي ستونزې او د سراچې موټر چلوونکي بې احتياطي ګڼي.

په هېواد کې د ترافيکي پېښو د زياتوالي لاملونه د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکي بې احتياطي ګڼل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب