جوزجان کې د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېر ۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۶۴ زره او ۷۹۷ کسانو ته تذکرې وېشلې دي چې ۱۱۰ زره او ۳۵۵ الکترونيکي او ۵۴ زره او ۴۴۲ یې کاغذي دي.
د یادې ادارې مشر حافظ عزیزالله عزام وايي، هره ورځ ورته شاوخوا ۵۰۰ کسان د الکترونيکي تذکرو اخستلو په موخه مراجعه کوي.
عزام زياتوي، د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې ۵ زره او ۵۵۳ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۵ زره او ۴۷۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۳ زره او ۱۹۸ زېږون کارتونه، ۷۶۹ د مړینې پارچې، ۱۴۵۲ ودونو او ۵۲ طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویاند محمد حلیم رفع هم وایي، د جوزجان د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګې فعالې دي چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
دا په داسي حال کې ده چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم غځولې ده.




