کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جوزجان کې د اړمنو کورنيو لپاره ۸۶ کورونه جوړ او ورته سپارل شوي

جوزجان کې د اړمنو کورنيو لپاره ۸۶ کورونه جوړ شوي. د جوزجان ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې د بې وزلو لپاره ۸۶ کورونه جوړ کړي. د مالوماتو له مخې دغه کورونه د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په مالي همکارۍ د دغه ولايت په فيض آباد ولسوالي او د مرکز شبرغان اړوند سيمو کې جوړ شوي. د…

2024-02-23 07:07 62۱ دقیقې لوستل
جوزجان کې د اړمنو کورنيو لپاره ۸۶ کورونه جوړ او ورته سپارل شوي

جوزجان کې د اړمنو کورنيو لپاره ۸۶ کورونه جوړ شوي.

د جوزجان ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې يې د بې وزلو لپاره ۸۶ کورونه جوړ کړي.

د مالوماتو له مخې دغه کورونه د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په مالي همکارۍ د دغه ولايت په فيض آباد ولسوالي او د مرکز شبرغان اړوند سيمو کې جوړ شوي.

دغه رياست همداراز ويلي،  دغه کورونه چې دوه خونې، يو دهلېز، يو تشناب او د لمريزې برېښنا سيستم لري جوړ شوي او اړمنو کورنيو ته يې سپارلي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په هرات کې هم د زلزله ځپلو لپاره نږدې څلور زره کورونه او همداراز خوست کې هم د زلزله ځپلو لپاره کورونه  جوړ شوي وو

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب