د جوزجان امنیتي مسؤولان دغه ولایت کې د خپل خاوند له لوري د یوې میرمنې د وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عبدالستار حلیمي وايي، تېره شپه د «سپټمبر ۱۹مه» د مرکز شبرغان په «ینګه ازی» سیمه کې د خدایقل په نوم یو کس د عالیه په نوم خپله تازه را واده کړې میرمن چې شل کاله عمر یې درلود زیندۍ کړې ده.
د حلیمي په خبره، دغه کس همدا څو موده وړاندې واده کړی و چې د کورنیو ستونزو له امله یې خپله میرمن وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.
هغه زیاتوي، د قاتل د نیولو په موخه یې هڅې پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې هېواد کې کورنیو شخړو له امله د مرموزو وژنو او ځان وژنو پېښې ډيرې شوي دي.




