د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي یو وار بیا د نجونو د ښوونځیو پر پرانېستو ټینګار کړی.
نوموړي تېره ورځ د ایران د بهرنۍ ستراتیژۍ له غړي ډاکټر مهدي مصطفوي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان دپرمختګ لپاره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو پرانېستل مهم دي.
هغه یو وار بیا په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره د ملي خبرو اترو پیلول مهم بللي دي.
د یادونې ده چې حامد کرزي تر دې څو ځله وړاندې هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانېستو ټینګار کړی، خواسلامي امارت تل ویلي چې د یو مناسب چوکاټ له جوړېدو و روسته به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.




