کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حامد کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

  د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالۍ ورځې (مارچ ٨ ) په مناسبت خپل پیغام کې د افغان ښځو د هڅو او تاریخي مبارزو ستاینه کړې او ویلي، یې دي چې د هېواد د پرمختګ په برخه کې د دوی ونډه ډېره مهمه ده.نوموړي ویلي، ښځو په بېلابېلو برخو کې د نارینه‌وو ترڅنګ د افغانستان د پرمختګ لپاره ارزښتناک رول لوبولی دی.ک…

2026-03-08 08:29 73۱ دقیقې لوستل
حامد کرزی: د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

 

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالۍ ورځې (مارچ ٨ ) په مناسبت خپل پیغام کې د افغان ښځو د هڅو او تاریخي مبارزو ستاینه کړې او ویلي، یې دي چې د هېواد د پرمختګ په برخه کې د دوی ونډه ډېره مهمه ده.
نوموړي ویلي، ښځو په بېلابېلو برخو کې د نارینه‌وو ترڅنګ د افغانستان د پرمختګ لپاره ارزښتناک رول لوبولی دی.
کرزي زیاته کړې، چې د هېواد د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو حضور اړین دی او له همدې امله یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
هغه همداراز ټینګار کړی، چې باید ښځو ته د کار کولو فرصتونه برابر شي، څو په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب