کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حامد کرزی: د کډوالو په زوره را اېستل اوسنۍ ستونزې نورې هم ډېروي

کابل (کوه‌نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په يوه خپره شوې اعلامیه کې ليکل شوي، د کډوالو په زوره اېستل شته ستونزې نورې هم ډېرې کړي. اعلاميه زياتوي، کرزي د کډوالو په را اېستل کېدو اندیښنه ښودلې او ويلي يې دي چې هېواد کې د کډوالو لپاره لازم شرایط ندي برابر شوي. اعلاميه کې راغلي، کوربه هېوادونه دې…

2025-07-15 10:38 217۲ دقیقې لوستل
حامد کرزی: د کډوالو په زوره را اېستل اوسنۍ ستونزې نورې هم ډېروي

کابل (کوه‌نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په يوه خپره شوې اعلامیه کې ليکل شوي، د کډوالو په زوره اېستل شته ستونزې نورې هم ډېرې کړي.

اعلاميه زياتوي، کرزي د کډوالو په را اېستل کېدو اندیښنه ښودلې او ويلي يې دي چې هېواد کې د کډوالو لپاره لازم شرایط ندي برابر شوي.

اعلاميه کې راغلي، کوربه هېوادونه دې اقتصادي ستونزو ته په کتو د کډوالو په اېستلو بیا له سره غور کړي.

دا اعلاميه داسې مهال خپريږي چې، د روان کال له پيل راهيسي تراوسه له ۱.۶ ميليونه کډوال هېواد ته راستول شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

ملګرو ملتونو خبر داری ورکړی دی که کډوالو ته پر وخت مرستې ونه رسيږي، نو انساني ناورين به رامنځته شي.

همدې حال کې بيا د کډوالو عالي کمشنري ويلي، د کډوال لپاره يې د غوښتل شوې مرستې څخه يوازې ۲۸ سلنه ترلاسه کړې ده.

که څه هم افغان حکومت او ګڼو نورو بنسټونو له ايران وغوښتل چې د کډوالو په اېستلو کې دې تلوار نکوي، خو ايران په دې اړه کوم مثبت غبرګون ندی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان هم ګڼ شمېر ناقانونه افغان کډوال اېستل کيږي او هلته د ځينو نورو د اوسېدو قانوني موده پای ته رسېدونکې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب