د حج او اوقافو وزارت مسؤولان وايي، د حج په سږنیو مراسمو کې له ګډون کوونکو حاجیانو د اضافه شویو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ یې پیل کړې ده.
د یاد وزارت مسوولانو نن سه شنبه د (سپتمبر ۱۲مه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، سږ کال له هر حاجي ۱۰۸ ډالر او څلور افغانۍ اضافه شوې، چې نن یې د بېرته ورکړې لړۍ پیل کړه.
د حج او اوقافو سرپرست وزیر شېخ نور محمد ثاقب په دې اړه جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې سږ کال په لومړي ځل مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د اوسېدو ځای سربېره، د درې وخته خوړو پروګرام هم نیول شوی و.
نوموړي ویلي، د کابل ولایت حاجیان دې د خپلو پاتې پیسو اخیستلو لپاره د حج او اوقاف وزارت او په ولایتونو کې دې اړوند ریاستونو ته مراجعه وکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال د حج مراسمو ادا کولو لپاره په هر حاجي ۳ زره او ۹۲۴ ډالره لګښت راغلی و.
دا دویم ځل دی چې د حج او اوقافو وزارت له لوري د حج د مراسمو له لګښتونو اضافه شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي.




