حج لپاره د نوملیکنې پيل؛ هغه کسان چې یو ځل یې حج کړی بیا نومليکنه نهشي کولی
ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۶ سپوږميز کال لپاره د حج د نوم‌ليکنې بهیر پيله‌وي. دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، هغه کسان چې غواړي همدې کال کې حج وکړي، له راتلونکې دوشنبې (۱۴۰۳ هـ.ل کال د جدي مياشتې له ۲۹) څخه د همدې کال د دلوې مياشتې تر اتمې نېټې پورې نوم‌ليکنه کولی شي.سرچینې ويلي، خلک کولی شي، د مرک…
2025-01-15 05:54 83۱ دقیقې لوستل
ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۶ سپوږميز کال لپاره د حج د نومليکنې بهیر پيلهوي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي، هغه کسان چې غواړي همدې کال کې حج وکړي، له راتلونکې دوشنبې (۱۴۰۳ هـ.ل کال د جدي مياشتې له ۲۹) څخه د همدې کال د دلوې مياشتې تر اتمې نېټې پورې نومليکنه کولی شي.
سرچینې ويلي، خلک کولی شي، د مرکز د حاجيانو مجتمع سربېره ولايتونو کې د حج اوقافو ریاست ته له اصلي پېژندپاڼې او عکسونو سره ورشي او نومليکنه وکړي.
اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې مخکې يې حج کړی د نفلي حج لپاره نومليکنه نشي کولی.

Hamdullah Danishحمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.