له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د ريس الوزرا اداري مرستيال ملا عبدالسلام حنفي د ويډيو کنفرانس له لارې د روغتيا نړيوال سازمان له مشر ادهانم ګبريسوس او سیمهييزې مشرې حنان بلخي سره خبرې کړي دي.
اداري مرستيال په دغه کنفرانس کې ويلي، په افغانستان کې د پوليو ناروغي په بشپړه توګه له منځه تللې او زیاته کړې یې ده چې د پوليو ناروغي ختمېدل د سرپرست حکومت لاسته راوړنه ده.
سرچينه زياتوي، اداري مرستيال همداراز په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان له فعاليتونو مننه کړې او غوښتنه يې کړې چې په دغه هېواد کې دې د روغتايي سیستم د پياوړتيا، د مجهزو لابراتوارونو جوړېدل، د هېواد په ټولو لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول، د روغتياپالانو د ظرفيت لوړولو او په افغانستان کې د سرطاني ناروغيو د روغتون جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.




