ارګ وايي، د رياست الوزراء اداري مرستيال، مولوي عبدالسلام حنفي د عامې روغتيا وزارت له مسوولينو سره په کتنه کې هغوی ته ویلي چې، په هيواد کې د روغتيايي اړتياوو پوره کېدو او د ستونزو لمنځه وړو لپاره، د اړتيا پر مهال په نورو هيوادونو کې له مېشتو افغان علمي او تخصصي کادرونو څخه استفاده وکړئ.
ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ليکلي چې ښاغلي حنفي په دې کتنه کې د روغتيآ وزارت مسوولينو ته د اکمال تخصص د رونیز نصاب د اصلاحاتو او په دې برخه کې د يوې جامع او اغېزناکې طرحې د جوړولو سپارښتنه هم کړې ده.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په دې کتنه کې ويلي، «مسؤولين د هيواد په ټولو نقطو کې خلکو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په دې برخه کې پام وړ لاسته راوړنې هم لري.»
هغه ويلي، د اکمال تخصص د روزنيز نصاب د معياري کولو، د ځوانو متخصصينو د ګمارنې کچې زیاتولو او روغتونونو کې د لا زياتو متخصصو ډاکترانو د جذب په هڅه کې دي، چې دغه کار به د ډاکترانو د علمي او تجربوي ظرفیت لوړولو لامل شي.
عباد زياته کړې، د ډاکترانو د علمي او تجربوي معيار کچې په لوړېدو سره به په هيواد کې د تشخيص او درملنې معيار هم لوړ شي او په دې برخه کې به د خلکو اړتياوې له داخلي امکاناتو پوره شي.




