د بهرنيو چارو پخواني وزیر حنيف اتمر د افغانستان د اوسني حکومت په خلاف د درې ګوندونو د يو ځاې کېدو د ايتلاف په مناسبت ويلي، د افغانستان حکومت دې له دوی سره مذاکرات وکړي او دغه فرصت دې له لاسه نهورکوي.
اتمر چې د سولې او ملي عدالت ګوند مشر دی، ويلي: «مونږ د هېواد لپاره يو سوليز حل لرو، او همدغه تمه د افغانستان له اوسنیو حاکمانو څخه هم کوو.»
هغه همداراز له نړۍ غوښتي چې د امینت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړې په مناسبت دې، له بین الافغاني خبرو ملاتړ وکړي او اسانتیاوې دې برابرې کړي.
اتمر دغه راز د افغانستان خلاف د جوړېدونکي ايتلاف په اړه ويلي، چې دا يو سياسي جوړښت نه دی، بلکې د لويو موخو د لاسته راوړلو لپاره يو ګام دی.
په دغه نوي ایتلاف کې، د مقاومت ملي شورا، د ملي نجات ټولنه او د سولې او عدالت ملي حرکت شامل دي.
د دغه ایتلاف مخکښ کسان، احمد مسعود، يونس قانوني، عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم، حنيف اتمر او نور دي.
تراوسه افغان حکومت د دغه څرګندونو او ايتلاف په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.




