د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د دې ګوند د دوه غړو تر وژل کېدو وروسته، په خپلو پلويانو غږ کړی، چې خپل امنيت په خپله ټينګ کړئ او له هېچا د مرستې تمه مه لرئ.
د حزب اسلامي اسلامي مطبوعاتي دفتر د حکمتيار له قوله ليکلي: « کله ناکله څوك په همداسي بېځايه توقع کي صدمه گوري، د دي پر ځای چي مناسب تدابير ونيسي او خپله چاره وکړي له بل طمع لري او د خپلي همدي بېځايه طمعي قرباني شي.»
حکمتيار زياته کړې، دا بايد د يوه تريخ حقیقت په توګه ومنو، چې «مجاهدين» نه پرون خوندي وو او نه نن.
هغه وايي، دوه پلويان يې څو ورځې وړاندې په هرات او ننګرهار ولایتونو کې يو په بل پسې وژل شوي دي.
نوموړي حكومت ته هم د خپلو پلویانو د امنيت د ټينګښت سپارښتنه کړې ده.
هغه زياته کړې« حکومت ته مې سپارښتنه دا ده چي د مجاهدو شخصيتونو د امنيت په اړه خپل شرعي مسئوليت اداء كړي، که هغوی داسي احساس کړي چي دلته خوندي نه دي نو مجبور يا به هېواد پرېږدي او يا به هم کوم بل تدبير ونيسي.»
د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر په داسې حال کې دا اعلاميه خپره کړې، چې عدليې وزارت په ټول هېواد کې سياسي ګوندونه لغوه اعلان کړي دي.
د دغه وزارت سرپرست څه موده وړاندې وويل، چې اوس په هېواد کې د سياسي ګوندونو فعاليت ته اړتيا نشته.
ګلبدين حکمتيار د ۲۰۱۶ ميلادي کال لومړيو کې د سولې پروسې د لارې کابل ته ستون شو. هغه د ۲۰۱۹ کال ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند هم وو.
د اوسني حکومت له راتګ وروسته که څه هم د نوموړي نور فعاليتونه بند شول؛ خو د جمعې د ورځې د خطبې پر مهال به يې ځينې سياسي څرګندونې کولې، چې وروسته د امنيتي ستونزو په نوم له دې کاره هم منع کړای شو.




