کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حکمتیار: کور مو چا محاصره کړی نه‌دی، يوازې استوګنځای بدلوو

د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتیار وايي، په کابل کې يې د استوګنې په ځای چا چاپه نه ده وهلې، بلکې د اوسېدو ځاي بدلوي. هغه پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، له تېر حکومت سره په تړون کې يوازې همدا کور ورپاتې و، خو اوس نوي نظام ته له تېر حکومت سره د دوی د سولې تړون د منلو وړ نه دی. تر دې مخکې رسينو…

2024-03-24 20:06 198۲ دقیقې لوستل
حکمتیار: کور مو چا محاصره کړی نه‌دی، يوازې استوګنځای بدلوو

د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمن حکمتیار وايي، په کابل کې يې د استوګنې په ځای چا چاپه نه ده وهلې، بلکې د اوسېدو ځاي بدلوي.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، له تېر حکومت سره په تړون کې يوازې همدا کور ورپاتې و، خو اوس نوي نظام ته له تېر حکومت سره د دوی د سولې تړون د منلو وړ نه دی.

تر دې مخکې رسينو داسې راپورونه خپاره کړي و چې د ګلبدين حکمتيار  کور اوسني حکومت محاصره کړی دی.

د دولتي ځمکو د تصفيې کمېسيون چې مشري یې د عدليې وزير کوي، له څو مياشتو راهيسې حکمتيار سره په خبرو بوخت و چې دغه کورونه خالي کړي.

د کمېسيون مسوولان وايي، هغه کورونه چې حکمتیار ته ورکول شوي او دفتري چارې په کې سمبالوي، د دفاع وزارت ملکيت دی او بايد ترې ووځي.

سرچينې وايي، نن دوشنبه سهار نهه بجې به حکمتيار به بشپړه توګه کور او دفتر حکومت ته وسپاري او خپل وسايل به شهرنو ته چې حکومت ورته نوی کور ورکړی، انتقال کړي.

ګلبدين حکمتيار په ۲۰۱۷ کال مې مياشت کې د جمهوريت ملي يووالي حکومت سره د سولې تړون لاسليک کړ او کابل ته په راتګ په دارالامان سیمه کې ورته کورونه ورکړل شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب