کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حکومت: سالنګ لويه لار به ۲ اونيو کې د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شي

د پروان والي قدرت الله اميني وايي، د سالنګونو د بياجوړونې چارې به تر راتلونکو دوو اونيو پورې بشپړې شي. قدرت الله اميني چې پرون چهارشنبه ليندۍ ۸مه يې له يادې سيمې ليدنه کړې وايي، دغه لاره به په لومړي سر کې د مسافرو وړونکو موټرو پر مخ او بيا د وخت په تيرېدو سره به د بار وړونکو موټرو پر مخ هم پرانيستل شي‌. ټولګټو وزا…

2023-11-30 00:22 74۱ دقیقې لوستل
حکومت: سالنګ لويه لار به ۲ اونيو کې د بار وړونکو موټرو پر مخ پرانيستل شي

د پروان والي قدرت الله اميني وايي، د سالنګونو د بياجوړونې چارې به تر راتلونکو دوو اونيو پورې بشپړې شي.

قدرت الله اميني چې پرون چهارشنبه ليندۍ ۸مه يې له يادې سيمې ليدنه کړې وايي، دغه لاره به په لومړي سر کې د مسافرو وړونکو موټرو پر مخ او بيا د وخت په تيرېدو سره به د بار وړونکو موټرو پر مخ هم پرانيستل شي‌.

ټولګټو وزارت د روان کال وږي په ۱۹ د سالنګ د لويې لارې د بندېدو خبر ورکړی و خو دا يې څرګنده کړې نه وه چې د کانکریټ اچونې چاره به کله بشپړېږي.

دغه وزارت ويلي و چې د يادې لويې لارې ۸۰ کيلومتره به یې له سره جوړه کړي او له موټر چلوونکو يې غوښتي و تر هغې چې د تونلونو داخل جوړېږي له نورو لارو تګ راتګ وکړي.

اوس مهال مسافران او موټر چلوونکي د پنجشېر خاواک سيمې او د باميان کوتل شير په لاره تګ راته کوي.

د دوی په خبره دا چې د ژمي په راتګ سره د واورې او ورښت احتمال ډیر دی په يادو لارو تګ له خطره ډک وي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب