د هرات ولایتي چارواکي وايي، د زنده جان ولسوالۍ په سیاه اب کلي کې د زلزله ځپلو لپاره د معیاري کورونو او استوګنځایونو د جوړولو چارې پرون «چهارشنبه د اکتوبر ۱۷مه» پیل شوې.
د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ رييس احمدالله متقي وايي، چې د ۲۰ کليو د زيانمنو کورنيو لپاره به ۲۱۶۴ کورونه جوړ شي.
احمدالله متقي زياتوي، چې له باران او باد څخه د زيانمنو شويو کسانو د ساتنې لپاره اوسمهال قوي خيمې لګول شوې دي او حکومت هڅه کوي چې د ژمي موسم له رارسېدو مخکې کورونه جوړ کړي.
د هرات د انجيل ولسوالۍ ښاروال مولوي نعمت الله رحيمي وايي، چې د ښاروالۍ، ښاري پراختيا او کرنې رياستونو انجنيران له څلورو ورځو راهيسې د ښارګوټي په پلان او د کورونو په جوړولو کار کوي او ټاکل شوې دغه کورونه په عصري ډول جوړ شي، تر څو د زلزلې او نورو طبيعي پېښو پر وړاندې مقاومت وکولای شي.
د رسمي شمېرو له مخې، په سیاه اب کلي کې ۲۹۷ کورونه، په نایب رفیع کلي کې ۳۰۰ کورونه، په سربلند کلي کې ۱۲۳ کورونه، په کشکک کلي کې ۱۰۰ کورونه، په قلعهنوک کلي کې ۳۰ کورونه، په کجکال کلي کې ۶۰ کورونه، آسياب بادک کې ۶۵ کورونه ، د وردګو کرنيل کې ۱۳۳ کورونه، په چاهک کې ۳۰۰ کورونه، د عبدالاباد او حضرت اباد په دوو کلیو کې ۳۶ کورونه، د ازقلک او قصر شیرین په دوو کلیو کې ۵۲ کورونه، د جګدې په کلی کې ۳۰ کورونه، په ګزي بالا کې ۴۵ کورونه، د ګلخان او غازي په دوو کلیو کې ۵۰ کورونه، د صد کوه او سنګ سفيد په کلیو کې ۷۲ کورونه، چاه زهي بهادرزهي کې ۱۰۵ کورونه، په خواجه محمد شوراب کې ۸۰ کورونه، په چاه زهي هلال کې ۹۲ کورونه جوړېږي. او چاه زهی زوریها کې ۱۱۵ کورونه جوړېږي.
د يادونې وړ ده، چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د زمري په ١٥مه، هرات ولايت کې يوې سختې زلزلې څه د پاسه دوه زره کسان ووژل او په زرګونو نور يې ټپيان کړل او د دغه ولايت د ډېرو اوسېدونکو کورونه يې ويجاړ کړل.




