کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حکومت: هېڅ وګړی د معاملې لپاره نه نیسو

وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان اوسنی حکومت د ناسم توقیف د ملاتړي په توګه ونوماوه، بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هېڅ بهرنی وګړی د یوې معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي. اعلامیه زیاتوي، چې ځينې کسان د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي چې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي. سرچین…

2026-03-10 08:18 131۱ دقیقې لوستل
حکومت: هېڅ وګړی د معاملې لپاره نه نیسو

وروسته له هغې چې امریکا د افغانستان اوسنی حکومت د ناسم توقیف د ملاتړي په توګه ونوماوه، بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې هېڅ بهرنی وګړی د یوې معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي.

اعلامیه زیاتوي، چې ځينې کسان د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي دي چې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي.

سرچینې ټینګار کړی چې افغان حکومت غواړي دغه موضوع د دواړو لوريو ترمنځ د روانو خبرو او رغنده تعامل له لارې په مناسب ډول حل او پای ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې په وروستیو کلونو افغانستان د قطر په منځګړیتوب څو امریکایي بندیان خوشې کړي وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب