کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حکومت: پر سیمه‌ییز تماس او همغږۍ باور لرو

د افغانستان حکومت وايي، د سیمه‌ییز تماس او همغږۍ پر اغېزمنتیا باور لري.   تېره ورځ (د وږي ۴مه) د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه جوړه شوه.   د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت د دغې غونډې په اړه وویل، چې افغانستان د یوه مهم هېواد په…

2025-08-27 04:51 235۱ دقیقې لوستل
حکومت: پر سیمه‌ییز تماس او همغږۍ باور لرو

د افغانستان حکومت وايي، د سیمه‌ییز تماس او همغږۍ پر اغېزمنتیا باور لري.

 

تېره ورځ (د وږي ۴مه) د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه جوړه شوه.

 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت د دغې غونډې په اړه وویل، چې افغانستان د یوه مهم هېواد په توګه د سیمه‌ییز اتصال او د سیمې هېوادونو ترمنځ په ګډه همکارۍ کې خپل ځای لري.

 

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي، چې له یادو هېوادونو سره په اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري او ټولنیزو برخو کې همکارۍ پیاوړې شي.

 

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه نوې تماس ډله د افغانستان په اړه د ګډو ګټو لپاره د خبرو اترو خپلواک مرکز دی، چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اوزبکستان استازي په‌کې ګډون لري.

 

د غونډې ګډونوالو د افغانستان د ثبات، امنیت او دوامدارې پراختیا لپاره پر سیمه‌ییزې همکارۍ، د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، کلتوري او بشري اړیکو پر پراختیا او د ګډو ستراتیژیو پر جوړولو ټینګار وکړ.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب