کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حکومت کابل ته د وچو زیرمه شویو لرګیو د لېږد اجازه ورکړه

سرپرست حکومت د یوې میاشتې په موده کې کابل ته د وچو زیرمه شویو لرګیو د لېږد اجازه ورکړه د سرپرست حکومت ویاند وايي، دغه پرېکړه د پلازمېنې کابل د اوسیدونکو د ستونزو د حل او سون توکو ته د لاسرسي په موخه شوې چې له مخې به یې د وچو لرګیو سوداګر د یوې میاشتې په موده کې د پکتیکا، خوست او پکتیا ولایت لرګي د کابل بازارونو ته لیږد…

2023-10-28 21:33 84۱ دقیقې لوستل
حکومت کابل ته د وچو زیرمه شویو لرګیو د لېږد اجازه ورکړه

سرپرست حکومت د یوې میاشتې په موده کې کابل ته د وچو زیرمه شویو لرګیو د لېږد اجازه ورکړه

د سرپرست حکومت ویاند وايي، دغه پرېکړه د پلازمېنې کابل د اوسیدونکو د ستونزو د حل او سون توکو ته د لاسرسي په موخه شوې چې له مخې به یې د وچو لرګیو سوداګر د یوې میاشتې په موده کې د پکتیکا، خوست او پکتیا ولایت لرګي د کابل بازارونو ته لیږدول کيږي.

نوموړی دغه راز ټينګار کوي چې د هېواد د ځنګلونو د هر ډول ونو وهل او قاچاق منع دی.

د سرپرست حکومت د ویاند د معلوماتو له مخې، سرپرست حکومت د کونړ، نورستان، پکتیا، خوست پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو د ځنګلونو د ساتلو لپاره د زرغونې قطعې په نوم شاوخوا ۱۶ زره کسیزه قطعه ګومارلې، څو د ځنګلونو د وهل کېدو او قاچاق کېدو مخه ونیسي.

حکومت په داسې حال کې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د یوې پوځي قطعې د جوړولو خبره کوي چې تازه په ټولنیزو رسنیو کې د کونړ او نورستان ولایت د نښترو د وهلو او قاچاق په تړاو د خلکو اندېښنې ډيرې شوي او غوښتنه کوي چې مخه یې باید ونیول شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب