د ختیځ زون سرحدي مسؤلین د ډیورنډ پر فرضي کرښې د څه باندې سل نويو سرحدي پوستو د جوړېدو خبر ورکوي.
ختيځ زون کې د لومړۍ سرحدي لوا قومندان قاري معراج له حريت راډيو سره په خبرو کې ويلي، دا پوستې یې په هغو سيمو کې جوړې کړې، چې د پاکستان لخوا به هدف ګرځېدلې.
هغه زياته کړې، چې دا کار یې د دفاع وزارت د سرپرست ملا يعقوب مجاهد په امر کړی دی.
قاري معراج وايي "دا چې کومه فرضي کرښه ده د موږ د لوا مربوط کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونه دي. په دې کې موږ څه باندې سل پوستې په دې سیمو کې فعالې کړي. ښه منظم هم دي هر چېرته. له هغې ډلې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ سالالا سیمه ده. په دې کې هم موږ پوستې فعالې کړي په فرضي کرښه باندې. تاسیسات او سړکونه مو هم ورته جوړ کړي دي."
نوموړی ډاډ څرګندوي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له اړتیا سره سم نورو تاسیساتو جوړولو ته چمتو دي.
افغان لوری په داسې حال کې د سل تازه پوستو د جوړېدو خبر ورکوي، چې پاکستان پر فرضي کرښه د افغانستان له لوري د نوي، تاسیساتو له جوړېدو راضي نه ښکاري.
څو ورځې وړاندې تورخم دروازه کې هغه مهال د دواړو لوریو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې افغان ځواکونو د یوې پخوانۍ امنيتي پوستې په بيارغونه کار پيل کړ.
د دې نښتې پر مهال دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم واوښته او تر لس ورځو تورخم دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه.




