د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانکړي استازي زلمي خليلزاد پر اېکس ليکلي، قطر او ترکیه باید هڅه وکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات بيل پيل شي.
نوموړي د دغه مذاکراتو د بې پايلې کېدو باندې خواشيني ښودلې ده.
نوموړي ليکلي، دواړه لوري باید هوکړه وکړي چې له هېڅ هېواد څخه بايد بل ته خطر شتون ونلري.
هغه زياته کړې، که څه هم دا کار اسان نه دی، خو بايد وشي او دواړه لوري يوې هوکړې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې راتلونکي کې يو لوړپوړی ترکي پلاوی په همدې موخه اسلام اباد ته ځي.




