د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پاکستان ته تلونکو افغان سیاسونو ته ویلي، چې د ایایس ای پر ټغر دې له راټولېدو ډډه وکړي.
نوموړي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې پاکستان هیڅ وخت یو پرمختللی افغانستان نه غواړي او پخواني چارواکي هم باید وپوهېږي، چې د دوی د غونډې لګښت ایایس ای ورکوي او هدفونه به هم هغوی ورته ټاکي.
زلمی خلیلزاد زیاتوي، چې که افغان سیاسون په واقعي معنی د ملي موخو لپاره راټولیږي؛ نو د پاکستان پر ځای دې یو بل ادرس غوره کړي.
بل لورته بیا یو شمېر هغو سیاسونو، چې پاکستان ته سفر کوي ویلي؛ اړتیا ده، چې خلیلزاد هم د دوی په غونډه کې برخه واخلي؛ ترڅو یې له درد خبر شي.
ټاکل شوې، چې دا ناسته د اګست په پنځهویشتمه او شپږویشتمه ترسره شي.




