خبریاله: نازو عمري
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې لا هم دوه امریکايي اتباع د افغان حکومت لهخوا پرته له محکمې بندیان دي.
خلیلزاد دا څرګندونې په یوه، مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې د افغان حکومت چارواکو ورسره دا خبره منلې، خو د بندیانو د نیولو دلیل یې نهدی څرګند کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو بندیانو موضوع دافغانستان لپاره په سرخوږي بدله شوې او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره یې په جدیت تعقیبوي.
خلیلزاد ویلي، که څه هم دا ځل یې سفر شخصي و، خو تر دې وړاندې یې د امریکایي بندیانو د خلاصون په هدف له ځانګړي استازي آدم بوهلر سره کابل ته رسمي سفرونه کړي دي.




