د پاکستان پخوانی د دفاع وزير خواجه اصف وايي، پر افغان حکومت فرض ده، چې د پاکستان د امنيت ضمانت ورکړي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه ادعا کړې، چې پاکستاني طالبان او په افغانستان کې اوسنی حکومت سره ملګري ملګري دي.
اصف ويلي، مریضانو سره له افغانستان ترهګر پاکستان ته داخليږي.
هغه زیاته کړې، چې په اوس وخت کې تر ټول مهمه مسئله افغان خاوره د پاکستان پر د استعمالېدو ده.
خواجه آصف چې د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ن ګوند مهم غړی دی ويلي،
افغانستان سره لانجې فقط تر د مريضانو تر تګ راتګ او تجارت پورې محدودې نه دي؛ بلکه ډېر نور جدي مسایل هم شته.
د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد له افغان پرېس سره په خبرو کې د خواجه آصف ادعاوې په کلکه رد کړې.
مجاهد وايي، د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارېدلې او له افغانستانه مريضانو سره پاکستان ته تلونکي کسان په هېڅ ډول ناامنۍ کې لاس نه لري.
دی زياتوي، چې د پاکستان امنیت د دې هېواد داخلي موضوع ده او باید د دوی خپل امنيتي بنسټونه په دې برخه کې کار وکړي.
مجاهد وايي: «دوی دې خپلې ستونزې د کور دنننه حل کړې. د پاکستاني طالبانو د شتون لپاره پاکستان کې دنننه ډېر ځايونه شته. دوی له هماغو ځايونو په استفادې پاکستان کې خپلې کړنې تر سره کوي، چې افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.»
د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ ناندرۍ وروسته له هغې زياتې شوې، چې ټيټيپي د پاکستان په داخل کې خپل بريدونه زيات کړل. د دې لانجو پر مهال پاکستان د تورخم دروازه هم د نهو ورځو لپاره تړلې وه.




