کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

خوست کې تېر کال څه‌ باندې ۱۳۶ زره تذکرې وېشل شوې

د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۳۶ زره او ۲۹۳ کسانو ته تذکرې وېشلې دي چې ۹۰ زره او ۱۴ الکترونيکي او ۴۶ زره او ۲۷۹ یې کاغذي دي.د یاد ریاست د نفوسو د احوال ثبتولو امر هدایت‌الله همت وايي، هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د الکترونيکي او کاغذي تذکرو اړوند خدمتونو د ترلاسه ک…

2024-06-03 02:42 776۱ دقیقې لوستل
خوست کې تېر کال څه‌ باندې ۱۳۶ زره تذکرې وېشل شوې

د خوست ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۳۶ زره او ۲۹۳ کسانو ته تذکرې وېشلې دي چې ۹۰ زره او ۱۴ الکترونيکي او ۴۶ زره او ۲۷۹ یې کاغذي دي.
د یاد ریاست د نفوسو د احوال ثبتولو امر هدایت‌الله همت وايي، هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د الکترونيکي او کاغذي تذکرو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه یاد رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

 همت زياتوي، د مرکز په ګډون د دغه ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي چې ۳ زره او ۳۵۲ کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او ۵ زرو او  ۱۳۸ نورو کسانو ته د ژوند پېښو اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د دغه رياست د معلوماتو له مخي په ياد ولايت کې د اسان خدمت یوه څانګه او درې د الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې دي چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو ‎الکترونیکي ‎تذکرو وېش سربېره د مثنی تذکرې وېش، د زېږېدنې، ودونو او مړینو ثبت خدمتونه هم وړاندې کوي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب