خوست کې د دوه رغنیزو پروژو کارونه پیل شوي
د خوست سیمیزو مسوولانو ویلي چې د یاد ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې د ۲۲۵ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د دوه رغنیزو پروژو کارونه پیل شوي دي. ددغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریئس عنایت الرحمان جلالي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه دوه پروژو کې یو استنادي دېوال او یو کانال شامل دي چې د خوړو نړۍوال پروګرام لخوا نه به…
2025-03-26 02:21 159۱ دقیقې لوستل
د خوست سیمیزو مسوولانو ویلي چې د یاد ولایت په علیشرو ولسوالۍ کې د ۲۲۵ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د دوه رغنیزو پروژو کارونه پیل شوي دي.
ددغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریئس عنایت الرحمان جلالي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه دوه پروژو کې یو استنادي دېوال او یو کانال شامل دي چې د خوړو نړۍوال پروګرام لخوا نه به یې لګښت ورکول شي.
د جلالي په وینا استنادي دېوال ۲۰۰ متره او کانال ۳۰۰ متره اوږدوالی لري چې پکې د ۲۰۰ تنو لپاره د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.