يوه ځايي باوري سرچينه افغان پرېس ته وايي، چې نن سهار د دې ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د صابر منګل په نوم يوه کس د دې ولايت د استخباراتو مدير سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغه ډزې کړي دي او وژلی یې دی.
دغه سرچينه زياتوي، چې د صابر منګل په نوم کس د ډزو پر مهال د استخباراتو د مدير دوه ساتونکي هم ويشتلي، چې اوس دواړه ټيپان دي.
سرچينه افغان پرېس ته وايي: «د استخباراتو مدیر یې له ساتونکو سره صابر منګل پسې کور ته ورغلی وو. هغه ته یې ويلي وو، چې له تا سره دولتي وسله ده او دا وسله تسليم کړه. صابر منګل ورته ويلي، چې سمه ده صبر شه راوړم یې. هلک کور ته ننوتی ټوپک یې راخيستی او چې څنګه له دروازې راوتلی نوم په دوی یې ډزې کړي دي.»
د سرچينې د معلوماتو له مخې، صابر منګل هم له ډزو وروسته په سيمه کې د نورو امنيتي ځواکونو له لوري ويشتل شوی دی.
د خوست امنيتي مسوولین تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه وايي.




