د خوست امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست د «شنې قطعې» امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په قلندر، موسیخېل او تڼیو ولسوالیو کې د ځنګلونو د پرې کولو په تور ۶ کسان نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، له نيول شويو کسانو سره د پرې کړل شویو لرګيو بار درې موټر هم نیول شوي.
د چارواکو په وینا، د ځنګلونو پرې کول او د طبیعي زیرمو له منځه وړل منع دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د شنې قطعې ځواکونو په یاد ولایت کې د د ځنګلونو د پرېکولو په تور لسګونه کسان نیولي او اړوندو ارګانونو ته یې معرفي کړې دي.




