کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

خوست کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال او سربند ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د خوست د شمل خرم سينديزې فرعي حوزې رييس عبدالقيوم ثابت وايي، د دغه ولايت په صبریو ولسوالي کې د «سوري‌پاڼ» کانال او سربند د جوړولو چارې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. هغه وويل، دغه سربند او کانال ۱۴۰۰ متره اوږدوالى لري او د ۱۶ ميليونه او سل زره افغانيو په لګښت جوړ شوي دي. د ثابت په وینا، د یاد…

2024-03-31 23:25 117۱ دقیقې لوستل
خوست کې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یو کانال او سربند ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د خوست د شمل خرم سينديزې فرعي حوزې رييس عبدالقيوم ثابت وايي، د دغه ولايت په صبریو ولسوالي کې د «سوري‌پاڼ» کانال او سربند د جوړولو چارې پرون بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

هغه وويل، دغه سربند او کانال ۱۴۰۰ متره اوږدوالى لري او د ۱۶ ميليونه او سل زره افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.

د ثابت په وینا، د یادې پروژې مالي لګښت د سویس د پراختیايي ادارې له خوا ورکړل شوی او تخنیکي او ساختماني کارونه یې د اړیکو د دفتر «TLO» په مرسته ترسره شوي دي.

دغه پروژه د ۸ میاشتو په موده کې بشپړه شوه چې ۶۸۸ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.

خبرياله: حبيبه صها

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب