کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

خوست کې د کوچنيو بندونو د جوړېدو کارونه پیل شوي

د خوست د شمل خرم سينديزې حوزې مسولينو ويلي، د اوبو او برېښنا وزارت په همکارۍ يې د دغه ولايت په بېلابېلو سیمو کې پر ځينو وړو بندونو کار پيل کړی، ترڅو د سيمې اوسيدونکو ته کافي اوبه ورسيږي او همداراز د ځمکې لاندې اوبو سطحه پورته راشي. تازه په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د يو بند د جوړولو چارې پيل شوي چې د لس زره متره مکعب اوب…

2023-12-31 23:45 59۱ دقیقې لوستل
خوست کې د کوچنيو بندونو د جوړېدو کارونه پیل شوي

د خوست د شمل خرم سينديزې حوزې مسولينو ويلي، د اوبو او برېښنا وزارت په همکارۍ يې د دغه ولايت په بېلابېلو سیمو کې پر ځينو وړو بندونو کار پيل کړی، ترڅو د سيمې اوسيدونکو ته کافي اوبه ورسيږي او همداراز د ځمکې لاندې اوبو سطحه پورته راشي.

تازه په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د يو بند د جوړولو چارې پيل شوي چې د لس زره متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتيا به ولري.

د يادونې ده چې په کندز کې د ۹ چيک ډیمونو او همداراز په بامیانو کې بيا د درې چيک ډیمونو جوړولو چارې پیل شوې.

د مسولینو په خبره د هېواد په هره ولسوالۍ کې به يو چيک ډيم جوړوو.

وايي، له دې کار یې موخه د اوبو سالم مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو سطحه پورته راوستل دي.

سرپرست حکومت وایي، د اوبو مدیریت يې له لومړيتوبونو څخه دی او په وينا يې جدي پاملرنه به ورته کوي.

په دې وروستیو کې د‌ پلازمېنې کابل په ګډون د ګڼو ولايتونو اوسېدونکي د وچکالۍ له امله له سخت کړاو سره مخ دي، چې لامل يې د ځمکې لاندې اوبو سطحه مخ په ښکته تلل ښودل شوی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب