کابل ( کوه نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): د خوست ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې یاد ولایت کې د نږدې یو نیم کیلو متر سرک د جوړولو کارونه د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت په نږدې راتلونکي کې پیلېږي.
د خوست ولایت ښاروال شهزاد نور راشد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا سرک چې نږدې یو نیم کیلو متره اوږدوالی لري او ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي له شیخ زاید پوهنتونه نیولي تر اداري کمپلکس پورې غځېدلی دی.
راشد ویلي، د دې سرک په اوږدو کې د دوه پلچکونو جوړول، دواړو خواوو ته د ۱۵۰۰ او ۴۰ مترو په اوږدوالي د ویالو کيندل او د دغه سرک په منځ کې د ګلدانونو جوړول هم شامل دي.
د هغه پر وینا، د دې سرک د جوړولو کارونه به په راتلونکو پنځه میاشتو کې بشپړ او د یاد ولایت د اوسېدونکو لپاره به د تګ-راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي همداراز ویلي، د خوست ښاروالې سږکال د بیارغونې ۳۰ غټې او وړې پروژې په پام کې لري، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې به تطبیق شي.
په همدې حال کې د خوست اوسېدونکو د دې پروژې پیلېدو ته هر کلی کړی خو؛ ټینګار کوي، چې په دې برخه کې دې نورې هڅې هم وشي؛ تر څو په ښار کې موجودې ستونزې زر تر زره حل شي.
خوست کې دا سرک داسې مهال جوړېږي، چې د دې ولایت چارواکو ډاډ ورکړی، چې یاد ولایت کې به روان کال د میلیونونو افغانیو په لګښت د ګڼ شمېر لویو او وړو پروژو کارونه عملي شي.




