کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

خوست کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پروژو کارونه بشپړ شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت لخوا خوست کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږ بېلابېلو پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې سپارل شوې دي. د خوست د ځایې مسوولانو پر وینا دغه شپږ پروژې د یاد ولایت پر مرکز سربېره په ګربزو، سپېره، اسماعیل خېلو مندوزیو او علیشرو ولسوالیو کې پرون ورځ(چهار شنبه، د غبرګولي لومړي)…

2025-05-22 03:40 34۲ دقیقې لوستل
خوست کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پروژو کارونه بشپړ شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت لخوا خوست کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږ بېلابېلو پروژو کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې سپارل شوې دي.

د خوست د ځایې مسوولانو پر وینا دغه شپږ پروژې د یاد ولایت پر مرکز سربېره په ګربزو، سپېره، اسماعیل خېلو مندوزیو او علیشرو ولسوالیو کې پرون ورځ(چهار شنبه، د غبرګولي لومړي)تاریخ بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د یادو پروژو له جملې څخه یوه یې د ګربزو ولسوالۍ د لېژې د اوبو ذخیروي بند دی چې پرون ورځ یې د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست لخوا پرانیسته ترسره شوه.

د سرچینو د مالوماتو په اساس د اوبو بند چې ۵۱ متره اوږدوالی، ۳۹,۹۰ متره پراخوالی او ۱۶ متره لوړوالی لري د سیمې نږدې پنځه سوه کورنۍ به ترینه استفاده کوي.

د دغه ذخیروي بند سربېره د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ د علیوات سیمه کې ۳۳۸ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، د سپېرې ولسوالۍ په مګړ کلي کې د ۲۷۹ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، په علیشرو ولسوالۍ کې د ۲۵ مترو په اوږدوالي او د ۶,۵ مترو په لوړوالي د یوه چیک ډیم جوړول، د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ د ارخېل کانال ۸۶۷ مترو په اوږدوالي او همدارنګه په بېلابېلو ولسوالیو کې د کاریزونو د جوړولو او د پاکولو پروژې شاملې وې چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور چې په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې یې ګډون کړی و ویلي چې دا پروژې د اوبو راګرځولو او د ځمکې لاندې اوبو د کنټرولو لپاره اړینې دي.

منصور ویلي په دغه شپږ بېلابېلو پروژو ټولې ۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د جوړېدلو کارونه یې په تېر یوه کال کې پای ته رسېدلي دي.

نوموړي همدا راز ویلي چې سرپرست حکومت په تېرو دوه کلونو کې ۱۴۴ چیک ډیمونه جوړ کړي چې د ځمکې لاندې اوبو ته یې ګټه ورسېږي او همدارنګه د سېلابي اوبو د زیان اړولو مخنیوی هم ورسره وشي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب