د خوست ولایت د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي، چې دې ولایت کې ليوني سپې هره مياشت په اوسط ډول تر درې سوو پورې کسان داړي.
د عامې روغتیا رياست د مرستيال عبدالرحمن زاهد په وينا، چې دوی په اوسط ډول هره مياشت د سپي داړلو شاوخوا ۳۰۰ پېښې ثبتوي.
نوموړی زياتوي، چې دغه کسان ډېری یې د واکسين په موخه روغتون ته مراجعه کوي؛ خو دوی اوس دا واکسين نه لري.
زاهد وايي، د روغتيا نړيوال سازمان اوس د دې واکسين په برخه کې له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه کوي.
د هغه په وینا، چې د سپي داړلو ډېر کسان واکسينونه له شخصي روغتونو اخلي.
نوموړی له نړيوالو مرستندويه موسسو غواړي، چې د خوست له ولايتي روغتونو سره دې د دغه واکسين په برخه کې مرسته وکړي.
هغه زياتوي، چې د خوست خلک په شخصي روغتونو کې د دغه واکسین د اخيستلو وس نه لري.
بل لوري ته د خوست يو شمېر اوسېدونکي د دې ولایت له ښاروالۍ غواړي، چې د دغه سپيو د ټولولو په برخه کې دې اقدام وکړي.
دوی زياتوي، چې دغه سپي نه يواځې چې خلک داړي؛ بلکې ښاري چاپيريال یې هم ډېر ککړ کړی دی.




