کابل (کوهنور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴):
د نورو نړيوال پروګرام ( WFP) ويلي، تېره (جون) مياشت يې افغانستان کې له ۱.۸ ميليونه اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې کړي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې چې تېره ورځ خپور شو، مرسته ترلاسه کوونکي يې ۸۰ سلنه مېرمنې دي.
راپور کې ليکل شوي، همدې موده کې يې د هېواد شمال کې له ۲۶۸ سېلاب ځپلو کورنيو سره هم مرستې کړي دي.
دغه راپور داسې مهال خپريږي چې هېواد ته له بل هر وخت ډېر د کډوالو راتګ ډېر شوی چې ورسره جوخت بشري مرستو ته هم اړتيا ډېره شوې ده.
د رسمي شمېرو له مخې، هره ورځ شاوخوا ۱۹ زره کډوال هېواد ته راستنیږي چې ډېره برخه يې له ايران هېواد څخه راځي او يا هم په جبري توګه را اېستل کيږي.
ورتهمهال بیا ملګرو ملتونو ويلي، دمګړۍ ۱۷ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري.
د يادونې وړ ده چې دغه بنسټ ويلي، د محدودو امکاناتو له امله يوازې کمو خلکو سره مرسته کولای شي او که بوديجه پر وخت تمويل نشي، نو مرستې به يې په راتلونکو څو اوونيو کې بندې شي.




