د پاکستان اېکسپرېس ټربيون ورځپاڼې ليکلي، چې يو افغان ځوان د خيبرپښتونخوا په پېښاور ښار کې د خپل نرښخي ملګري په وژلو اعتراف کړی دی.
ورځپاڼه زياتوي، چې دغه نرښځی لایق خان چې په «ملاله» مشهور وو د خپل نږدې ملګري له خوا د سپتمبر د مياشتې په شلمه نېټه د پېښور په حیات اباد کې وژل شوی دی.
سرچينې د پولیسو افسر نصیر محمود له قوله ليکلي، د سپټمبر په ۲۰مه یې د خیراباد په سیمه کې د سیند پر غاړه یو جسد وموند، چې له پلټنو وروسته معلومه شوه، چې دا جسد د لایق مشهور په «ملاله» د پېښور د کوهاټ روډ د اوسېدونکي وو.
د قتل پېښه سمدستې د مقتول د ملګري، جواد د شکایت په اساس په اکوړه پولیس سټیشن کې ثبت شوې وه.
پولیس وايي، تورن کس چې حامد نومېږي، غوښتل یې چې له کوهاټ څخه وتښتي؛ خو د پوليسو له لوري نيول شوی دی.
هغه اعتراف کړی، چې د خپل جرم د پټولو لپاره یې د مقتول جسد د اټک سیند ته غورځولی وو.
حامد پوليسو ته ويلي، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې یې له مقتولې سره اړیکې لرلې، کله چې یې هغه له بل چاسره په اړیکه لرلو ولیده نو د حسد احساس دې ته مجبوره کړ، چې وروسته له سختې نښتې هغه په حیات اباد کې په ډزو ووژني.
د اېکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې؛ په وروستیو کلونو کې خېبرپښتونخوا د ۷۰ ټرانس جنډر د غمجنو وژنو شاهده ده، چې د دې جرمونو ۶۰ سلنه د شخصي اریکو له امله راپېښې شوې دي.




