د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په غزني کې د سردې بند د بيا رغولو چارې پیل شوې
د اوبو او انرژي وزارت له لوري د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د سردې بند په ګډون د باغچرې، سلطان، زنخان او بهايي بندونه بيا رغول کيږي.
همداراز به په ياد ولايت کې ۱۹ نور د اوبو کوچني بندونه هم جوړ شي.
ياد وزارت همداراز ويلي، په میدان وردګو ولايت کې هم د ۱۷ مليونه افغانيو په ارزښت د اوبو کوچني بندونه جوړوي.
د دوی په خبره ياد بندونه به د نرخ، جلرېز، سيداباد او جغتو ولسواليو کې جوړ شي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په بادغیس ولايت کې د اوبو د يوه بند د جوړولو چارې پیل شوې.




