کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

دفاع وزارت ۵۰ عراده پخواني چاينداره ټانګونه ترميم او بېرته فعاله کړي

دفاع وزارت په یوې خبرپانه کې ويلي، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو دوهمې پلې لوا د دریم زرهدار کنډک منسوبينو د هڅو په پایله کې، ۵۰ عراده چایندار ټانګونه، چې په څو کلونو کې تخریب شوي وو بيا ځلې ترميم او بېرته فعاله شول. دغه وزارت د دې ټانګونو د جوړېدو په اړه یوه ويډيو هم خپره کړې ده. په ويډي، کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا ا…

2023-09-19 12:34 96۲ دقیقې لوستل
دفاع وزارت ۵۰ عراده پخواني چاينداره ټانګونه ترميم او بېرته فعاله کړي

دفاع وزارت په یوې خبرپانه کې ويلي، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو دوهمې پلې لوا د دریم زرهدار کنډک منسوبينو د هڅو په پایله کې، ۵۰ عراده چایندار ټانګونه، چې په څو کلونو کې تخریب شوي وو بيا ځلې ترميم او بېرته فعاله شول.

دغه وزارت د دې ټانګونو د جوړېدو په اړه یوه ويډيو هم خپره کړې ده. په ويډي، کې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا امیرخان "حقاني" وايي، چې دا ټانګونه په ډېرې سختۍ له بېلابېلو سيمو او ولایتونو راټول شوي دي.

هغه زياتوي: «دا یې له لرې لرې ولایتونو او له لرې سیمو راټول کړي دي. زمونږ «مجاهدين» تخریب وسایل او اسباب رغوي او دنیا ته یې ښکاره کوي. دا د فخر حالات دي.»

هغه همدا راز د دې کنډک د تخنيکي او مسلکي انجینرانو هڅې ستايلي او له دوی يې غوښتي، چې د بیت المال ساتنې ته خپله پاملرنه نوره هم زياته کړي.

حقاني ژمنه کړې، چې هېواد کې نور تخريب شوي ټانګونه او وسايل به هم جوړوي.

چاينداره ټانګونه زيات شمېر پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د بريد پر مهال افغانستان کې پاتې شوي دي.

تر دې وروسته امريکايي ځواکونه هم دغه ډول ټانګونه افغانستان ته راوړي وو او په ځينو سيمو کې یې کارول.

امريکايي ځواکونو له افغانستان د وتلو پر مهال، خپل زيات شمېر وسایل تخريب کړي دي. د ملي دفاع وزارت په تېرو دوه کلونو کې د سلګونه نقليه وسايطو د بېرته جوړېدو خبر ورکړی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب