په ۱۳۵۸ کال د مرغومي شپږمه نېټه د افغانستان په تاریخ کې د یوې خونړۍ پېښې په توګه ثبت شوې ده. په همدې شپه، د شوروي اتحاد ځواکونو په ناڅاپي ډول د ولسمشر حفیظالله امین پر استوګنځای *تاجبېک ماڼۍ* یرغل وکړ، چې د هغه د واکمنۍ پای ته رسېدو لامل شو.
دغه برید هغه مهال ترسره شو، چې ولسمشر امین د کابینې غړو او جګپوړو چارواکو لپاره د مېلمستیا چمتووالی نیوه. د شوروي استخباراتو (KGB) افسرانو، چې د افغان پوځیانو یونیفورمونه یې پرتن وو، پر ماڼۍ برید وکړ او د څو ساعتونو په لړ کې یې د ولسمشر امین رژیم نسکور کړ.
دغه د افغانستان د خپلواکۍ د لهمنځه تلو پیل هم و. یاد یرغل د لس کلن شوروي اشغال بنسټ کېښود، چې زرګونه افغانان یې له خپلو کورونو بېځایه کړل او افغانستان یې اوږدې جګړې، ناخوالو او کورنیو کړکېچونو ته ټېل وهه.
د یادونې وړ ده، چې د شوروي یرغل وروسته د مقاومت یوه اوږده لړۍ پیل شوه، چې پایله یې د شوروي ځواکونو وتل، خو د هېواد د سیاسي او امنیتي ثبات ټینګښت تر ډېره ونشو.




