کابل (کوه نور ۲۷ مېزان ۱۴۰۴): د افغانستان او پاکستان حکومتونو د استازو ترمنځ د اوربند راوستلو خبرې اترې د قطر پلازمېنه دوحه کې د یوه هوکړهلیک په لاسلیک سره پای ته ورسېدې.
د حکومت ویاند پر اېکس پاڼه د دې هوکړې د ترلاسه کولو په بهیر کې د قطر او ترکیې هېوادونو له هڅو او منځګړیتوب مننه او قدرداني کړی دی.
نوموړي ویلي، د دې دوهاړخیزې هوکړې له مخې، دواړو لورو "پاکستان او افغانستان" سولې، متقابل درناوي او د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته خپل ژمن والی څرګند کړی دی.
هغه زیاته کړې، دواړو خواوو وغوښتل، چې ستونزې او مسائل د خبرو له لارې حل شي او پر یو بشپړ او مانا لرونکي اوربند یې هوکړه وکړه.
د هغه پر وینا، د یاد هوکړه لیک له مخې، پریکړه شوې، چې هیڅ یو هېواد به د بل پر ضد دښمنانه اقدامات نه ترسره کوي او همداراز به د هغو ډلو ملاتړ نه کوي، چې د پاکستان د دولت پر ضد فعالیت ترسره کوي.
د حکومت ویاند وړاندې لیکلي، دواړو خواوو د دوحې غونډه کې هوکړه کړې، چې د یو بل د امنیتي ځواکونو، ملکی خلکو او تاسیساتو پر ضد به هیڅ ډول برید نه ترسره کوي.
د هغه پر وینا، په راتلونکي کې به د قطر او ترکیې هېوادونو په منځګړیتوب یو میکانیزم جوړ شي؛ ترڅو دوه اړخیزې ادعاوې وڅېړل شي او توافقنامه عملي شي.
د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځ د اوربند راوستلو دا هوکړه لیک داسې مهال لاسلیک شوی، چې وړمه شپه هم پاکستانیو ځواکونو د پکتیا اورګون ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو هوایې بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې د دوه کورني کرکټ لوبغاړو په ګډون لسګونه تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.




