کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه نن پیل شوه

د افغانستان په اړه دغه غونډه نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب پیل شوې ده.نننۍ غونډه کې چې د شاوخوا ۲۸ هېودانو استازو برخه اخیستې او مشري یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش کوي، سرپرست حکومت په کې خپل ګډون رد کړی دی‌. انتونيو ګوتيريش ويلي، دې غونډه کې د ملګرو د غړو هېوادونو، سي…

2024-02-17 22:34 88۱ دقیقې لوستل
دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه نن پیل شوه

د افغانستان په اړه دغه غونډه نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب پیل شوې ده.
نننۍ غونډه کې چې د شاوخوا ۲۸ هېودانو استازو برخه اخیستې او مشري یې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش کوي، سرپرست حکومت په کې خپل ګډون رد کړی دی‌.

انتونيو ګوتيريش ويلي، دې غونډه کې د ملګرو د غړو هېوادونو، سيمې، د سازمانونو ځانګړي استازي او د محبوبه سراج او شاه ګل رضايي په شمول ځينې افغان ميرمنو ګډون کړی دی.

ياده غونډه کې به د افغانستان د مهمو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي پلاوي په ټاکل کېدو هم بحث وشي.

د دوحې تېره غونډه په ۲۰۲۳ کال «مې» مياشت کې ترسره شوې وه چې سرپرست حکومت ته په کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او د سرپرست حکومت له نيوکو سره مخ شوه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب